اروپايي ټولنې افغانستان کې د پر له پسې تاوتريخوالي د دوام له کبله د مرستو کمولو ګواښ کړی دی. دغه خبره تېره ورځ د اروپا د بهرنيو چارو د وزيرانو شورا کړې ده. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو شورا ويلي دي چې راتلونکی سياسي او مالي ملاتړ په افغانستان کې د ټولو لوبغاړو د همکارۍ لېوالتيا او هلو ځلو پورې اړه لري، په تېره په طالبانو پورې هم. دوی ویلي، چې تاوتريخوالی د منلو وړ نه دی او بايد ژر تر ژره ودرول شي. دا په داسې حال کې ده چې د اختر له درې ورځیني اوربند وروسته يو ځل بيا په پکتیا کې ۱۴ تنه سرحدي سرتېري وژل شوي دي. افغانستان له کلونو راهيسې د اروپايي ټولنې له خوا د بيا رغونې په برخه کې پرمختيايي مرستې تر لاسه کوي.
































