کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات کې یې بهر ته د ډالرو او سرو زرو د قاچاق مخنیوی کړی دی. د یاد وزارت په خبره، منسوبینو یې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې یو تن بهر ته د پنځوس زره ډالرو او ۲ کیلو سرو زرو د قاچاق په تور نیولی دی. چارواکو زیاته کړې ده چې یاد کس د ا.ا ځواکونو له لوري نیول شوی او اوسمهال تر پښتنو ګروېږنو لاندې دی. کورنیو چارو وزارت د غیر قانوني کړنو د مخینوي برخه کې د پوره جدیت خبره کوي او خبرداری ورکوي چې له هغو کسانو سره به جدي قانوني چلند کېږي چې لاس پر خپل سرو او غیر قانوني کړنو پورې کوي.
































