نړۍ له افغان حکومت د خپلو ژمنو د عملي کولو غوښتونکې ده. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې یې د افغانستان په اړه ګڼ سفرونه کړي دي.
نوموړی وايي متحده عربياماراتو ته یې وروستی سفر هم ګټور و او ټینګار وشو چې نوی افغان حکومت باید له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عمليکړي. د ویسټ په خبره نوي حکومت ژمنه کړې چې بشري حقونه به رعایت کوي او ټولو افغانانو ته به د زده کړو حق ورکوي.
امریکا او نړیوالې ټولنې تر دې وړاندې هم له افغان حکومت د بشري حقونو د مراعاتولو غوښتنه کړې ده. افغان حکومت په ځلونو ژمنه کړې چې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی لري.
































