ترکیې او روسیې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په یوه خبري کفنرانس کې ویلي چې پرون یې له خپل روسي سیال سره پر ګڼو نړیوالو مسایلو خبرې کړې دي. دده په وینا له لاوروف سره یې د اوکراین او افغانستان پر مسئله هم خبرې کړې دي.
اوغلو وایي چې د اوکراین په اړه خبرې ګټورې وې او د مثبتو پایلو تمه شته ده. دواړو لورو د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي خو مولود چاوش اوغلو په دې تړاو تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.
په وروستیو کې د اوکراین جګړه په نړیواله کچه د خوړو د کمښت سبب شوې ده چې له همدې امله اروپايي او ځینې اسیايي هېوادونه د جګړې د درولو لپاره هڅه کوي.
































