کابل کې د سیلو په سړک د یوناني طبیب حکیم الکوزي په ملاتړ همدا اوس لاریون روان دی، لاریون کوونکي له حکومت غواړي چې ژر تر ژره سبحان روغتون ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړي تر څو د کرونا وبا ناروغانو ته له حکیم الکوزي د کرونا ضد یوناني درمل تر لاسه کړي.د یادونې وړ ده چې روغتیا وزارت تیره ورځ د سبحان خصوصي روغتون فعالیت له دې امله بند کړ چې روغتون د فعالیت جواز نه درلود.
































