چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

د کابل ولايت پېژندنه

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 1, 2020
in راشه ورشه
0
د کابل ولايت پېژندنه
606
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

پروان

وردګ

غور

کابل ولايت د هېواد په مرکزي زون کې موقعيت لري، چې مرکز يې کابل ښار دى او د افغانستان پلازمېنه ګڼل کېږي.

دغه ولايت په شمال لوېديځ کې له پروان، په شمال ختيځ کې له کاپيسا، په  ختيځ کې له لغمان، په سوېل ختيځ کې له ننګرهار، په سوېل کې له لوګر او په سوېل لوېديځ کې له ميدان وردګو ولايت سره ګډه پوله لري.

د دغه ولايت پراخوالى ٤٥٨٥کيلومتره مربع او تر نيمايي زياته برخه يې (٥٦،٣%) غرونو او نا همواره غونډيو پوښلې ده، په داسې حال کې چې %٣٧،٧ سلنه يې هوارې ځمکې دي.

په ١٣٩١ لمريز کال کې د احصايې مرکزي ادارې د دغه ولايت د وګړو شمېر نږدې ٣٩٥٠٣٠٠ تنه اټکل کړی و.

کابل د افغانستان اقتصادي او فرهنګي مرکزى دى، چې د سمندر له کچې يې لوړوالى ١،٨٠٠ متره دى، چې په تنګو او باريکو لارو د هندوکش غرونو او کابل سيند په اوږدو کې موقعيت لري.

دا ښار د کندهار، هرات او مزار ښارونو سره په ټول هېواد کې د غځېدلي حلقوي سړک له لارې نښلول شوى او د دې ترڅنګ د پېښور ښار پر لور د جلال اباد لويې لارې اصلي مسير دى.

کابل دغه راز ګڼ شمېر تاريخي ځايونه، جوماتونه، زيارتونه، بڼوڼه، مشهورې دروازې، مشهور شاعران او ليکوالان هم لري.

دغه ولايت په خپله غېږ کې تاجکو، پښتنو او هزاره او نورو قومونو ته ځاى ورکړى او خلک يې تر ډېره په دري او پښتو ژبو خبرې کوي او سني مذهبه دي، خو ځينې اهل تشيع، هندوان او سيکان هم پکې اوسېږي، چې په ځانګړې ډول په مرکز کې يې مېشت دي.

د دغه ولايت مشهورې دروازې له، دروازۀ سفيد، لاهوري دروازه، ګذرګاه دروازه او سردار جان خان دروازې څخه عبارت دي، د دې ترڅنګ د خيرخانې او ارغندۍ کوتلونه هم لري.

کابل له ١٠٥٣ کليو او ١٤ ولسواليو (ده سبز، چهار اسياب، پغمان، موسهي، قره باغ، استالف، فرزه، کلکان، ګلدره، ميربچه کوټ، سروبي، بګرامي، خاکجبار او شکردرې) څخه جوړ شوى، د دې څنګ کابل  ښار هم ٢٢ ناحيې لري.

 د کابل سیمې د څلورو فصلونو په درلودو سره وچ اقليم لري او د باران کلنۍ اندازه يې د وري او غويي په مياشتو کې ٤٠٠ ملي مترو ته رسېږي. په ژمي کې يې د حرارت درجه له -١٥ او٢٠- وي، په داسې حال کې چې په اوړي کې يې درجه ١٥+  او ٣٨+ ده.

د ژمي مرغومي مياشت پکې تر ټولو ډېره يخه ګڼل کېږي، چې د تودوخې منځنۍ کچه يې ١٢- او تر ټولو ګرمه هغه يې د زمري مياشت ده، چې د تودوخې منځنۍ درجه پکې ٣٥+ ته رسېږي.

کابل د دې تر څنګ د لاجوردو او ياقوتو په څېر قېمتي ډبرې هم لري. د کابل اقلیمي وضعيت (اب و هوا) د هېواد د عمومي وضعيت تابع ده، څرنګه چې افغانستان نږدې د اسيا په منځ کې پروت دى، نو جغرافيايي موقعيت عرض، طول، لوړوالى، د غرونو او سيندونو مسير او نور ټول هغه عوامل دي، چې د دغه هېواد په اقليمي وضعيت يې تاثير کړى دى.

د دغه ولايت د پسرلي موسم له وري مياشتې(مارچ ، اپرېل) څخه پيلېږي او د غبرګولي تر پايه(مى، جون) پورې په منظم ډول دوام لري. دا موسم د دغه ولايت د ودې او انسباط موسم بلل کېږي، چې هوا يې عطرينه او زړه راښکونکې وي او د اقليم له نظره هم دا درې مياشتې د کابل تر ټولو ښکلې او تازه ورځې وي.

د اوړي موسم يې له ګرمو ورځو شپو څخه دى، چې د چنګاښ له مياشتې(جون، جولاى) څخه پيل او د وږي مياشتې تر وروستيو(اګست، سپټمر) پورې دوام کوي. د دغه موسم ورځې دومره ګرمې او خسته کوونکې وي، چې د خلکو د کار او فعاليت مخنيوى کوي.

د مني موسم يې له تلې مياشتې (سپټمبر، اکتوبر) څخه پيل او د ليندۍ مياشتې تر پايه(نومبر، ډسمبر) پورې دوام لري، چې د کرنيزو محصولاتو او مېوې د ټولولو وخت دى، چې کابل پکې ښې لاسته راوړنې لري او ارزاني هم پکې وي.

د کال درې مياشتې، چې له مرغومې مياشتې (ډسمبر، جنوري) پيل او د سلواغې(جنوري، فبروري) او کب مياشتې (فبروري، مارچ) پورې دوام لري، چې ټولې ورځې يې سړې او له واورو ډکې وي.

کرنه، مالداري، سوداګري، ټولنيز خدمات، صنايع او نور د دغه ولايت عايداتي سرچينې دي. د کابل ولايت ۱۶.۵٪وګړي په کرنه، ۱۶.۹٪، صنعتي مسايلو، کانونو او ودانيو، ۵۰.۱٪ د خدماتو په برخه کې او ۱۶.۱٪ سلنه نور يې په عامه ادارو يا حکومت کې په کار بوخت دي.

د دغه ولايت کرنيز محصولات له غنمو، وربشو او ميوو څخه عبارت دي، چې د باغونو په برخه کې يې تر ټولو غوره حاصلات له انګورو (۶۸٪) تر لاسه کېږي، چې  (۳۰٪) يې زړي لرونکې مېوې دي.

د غنمو او کچالو په څېر حبوبات د دغه ولايت عمده محصولات شمېرل کېږي، په داسې حال کې چې غنم يې په هېواد کې دننه مصرفېږي، بيا هم په دې کچه نه دي چې د هېواد کورنۍ اړتیاوې دې پوره کړي.

کوچنۍ زلزلې، د سیلابونون راوتل او د ځمکې خوځېدل، په دغه ولايت کې پېښېدونکي عمده بيړني خطرونه ګڼل کېږي.

کابل ولايت ۳۹۵۰۳۰۰ اوسېدونکي لري(1391 ـCSO) چې د کورنيو شمېر يې ۷۸۵۹۳ ته رسېږي او د هرې کورنۍ د غړو منځنۍ شمېره ٧ تنه ده، چې اوولس سلنه نفوس يې په ولسواليو او پاتې ٨٣ سلنه يې په ښار کې ژوند کوي. د دغه ولايت د وګړو له شمېر څخه ٥٢سلنه نارينه او ٤٨ سلنه يې ښځې دي.

د دغه ولايت د پوهنې سکتور نظر نورو ولايتونو ته پرمختګ کړى، سره له دې چې د تېرو څو لسيزو تپل شوو جګړو په جريان کې د د کابل ولايت د پوهنې بهير سخت زيان وليده، خو بيا هم اوسمهال په یاد ولايت کې ٤٣٧ ښوونځي، چې له دې ډلې يې ٢٢٥ لومړني ښوونځي، ٧٨ يې منځني ښوونځي او ١٢٥ يې لېسې دي، په ټولو ولسواليو کې فعاليت لري او له کومې جدي ستونزې سره هم نه دي مخ شوي.

د کابل ولايت په کچه ٢٣٥ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ٢٤ نورو ښوونځيو ودانۍ تر کار لاندې دي، خو لا هم د دغه ولايت د ١٧٠ ښوونځيو زده کوونکي تر خېمو او د ٢٣ نورو بيا په  کرايي کورونو کې فعاليت کوي. په دغه ولايت کې د ٨٦٥٥٥ نجونو په ګډون  ٢٥٣٧٧٢ زده کوونکي زده کړه کوي، چې د تدريس چارې يې د ٥٥٩٩ښوونکو له خوا چې ١٦٢٩ يې ښځينه دي، مخته وړل کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال( ١٣٩٢کال) په ټول هېواد کې ٣١ دولتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو ٨٠ خصوصي موسسې او پوهنتونونه فعاليت لري.

د سرچينې په وينا، ١٥٠ زره محصلين د لوړو زده کړو په دولتي موسسو او پوهنتونونو او نږدې سل زره نور بيا په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړه کوي، چې ٢٥ سلنه يې نجونې جوړوي.

د کابل ولايت ٩٠ سلنه وګړي له برېښنا څخه برخمن دي او ٦٠ سلنه سړکونه يې هم پاخه شوي، خو پاتې نور يې لا هم خام دي. کابل يو کرنيز ولايت دى، چې د ٩٠ سلنه خلکو اقتصاد يې په کرنه  او مالدارۍ ولاړ دى.

د دغه ولايت کرنيز محصولات له غنمو، وربشو، جوارو، پيازو، کچالو، انګورو، مڼو، زردالو او الو بالو په څېر مېوو څخه عبارت دى، چې نورو ولايتونو او بهر ته صادرېږي.

د کابل ١٢٥٥٦٣ هکتاره ځمکه  کرل کېږي او د کروندګرو شمېر يې له ٦٠ زرو څخه زيات اټکل شوى دى. همدارنګه نږدې يو ميليون څاروي هم، چې له وزو، پسونو او غواګانو څخه عبارت دي، په دغه ولايت کې شته.

په دغه ولايت کې  ١٣٤ ټولنيزې خبري رسنۍ شته چې د (خبري اژانسونو، تلويزيونونو، راډيوګانو، ورځپاڼو، اونيزو او څلوارلس ورځينو ( جريدو، مياشتينو او مجلو) څخه عبارت دي، تر نورو ولايتونو د پام وړ پرمختګ کړى دى.

اوسمهال په دغه ولايت کې ٣٠ ټلويزيوني کانالونه، ٣٤ راډيويي دستګاوې، ١٤ ورځپاڼې، ٣٧ اونيزې، ٤ څلورلس ورځنۍ، ٤ مياشتينۍ، ٤ مجلې او اته خبري اژانسونه فعاليت لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ټول هېواد په کچه  ٣٤ ټلويزيونونه په کابل، ٥٢ سيمه ييز ټلويزيونه په ولايتونو، ٦١ راډيويي پروګرامونه په کابل او ١٥٦ په ولايتونو کې موجود دي.

د کابل له هسکو ټيټو ډک سياسي تاريخ د نړۍ ډېری پوهان حيران کړي؛ ځکه چې دغه ولایت تل د جګړو او تصادفاتو ډګر و او له وياړه ډک تاريخ يې هېڅ وخت د هېرېدو نه دى.

کابل ښار د اسمايي غره او شير دروازې په لمنو کې د کابل سيند پر دواړو غاړو ودان شوى دى، چې د سمندر له کچې نږدې شپږ نيم زره فوټه لوړوالى لري.

په پخوانيو زمانو کې د کابل ګرد چاپېره دېوالونه هم تاو شوي وو، چې د کابل ښار د ناحيو اړيکه يې د دغه ښار له اوو دروازو سره ټينګه کړې وه. نن هم د دغو دېوال نښې په اسمايي غره او شير دروازه کې د کابل د پخواني تاريخي عظمت شاهدي ورکوي.

کابل د هېواد په تاريخي او خورا  لرغونو ښارونو کې راځي، چې د ژوند ګڼې پېښې، لوړې ژورې يې ليدلې دي. دا چې د ختيځ شمال او سوېل لوېديځ په سوداګريزه څلور لارې پروت دى، نو سوداګريز اهميت يې لا زيات شوى. د رېګوېدا په لرغوني کتاب کې دغه ښار ته د “کيسبها” نوم اخيستل شوى، چې لرغونتيا يې د بلخ او باميانو له لرغونو ښارونو سره سيالي کوي.

Previous Post

د افغان کډوالو د ډوبېدو پېښه او پر ایران- افغان اړیکو یې اغېزې

Next Post

د بدن د اړتیا وړ کلسیم څنګه پوره کړو؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
د بدن د اړتیا وړ کلسیم څنګه پوره کړو؟

د بدن د اړتیا وړ کلسیم څنګه پوره کړو؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين موخه ټاکلې چې روان کال به د موټرو پلور ۳۲ ميليونو او ۳۰۰ زرو عرادو ته ورسېږي

چين موخه ټاکلې چې روان کال به د موټرو پلور ۳۲ ميليونو او ۳۰۰ زرو عرادو ته ورسېږي

سپتمبر 13, 2025
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کازان غونډه کې ګډون کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کازان غونډه کې ګډون کړی

مې 16, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved