د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د کازان غونډې په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف، د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزیر اولیګ کوروبچینکو او د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت له مرستیال دمیتري ولواچ سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې پر دوه اړخیزه سوداګرۍ، کابل ته د تاتارستان د ولسمشر پر سفر، د برېښنا د تولید په برخه کې پر پانګونې، کانونو، پر کلتوري او اقتصادي همکاریو، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ کور پر جوړېدو او دغه راز د ولګا له ټرانزیتي لارې څخه افغانستان او سوېلي اسیا ته د روسیې د ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره، د عملي ګامونو په پورته کولو خبرې اترې شوې دي.












