په ولسي جرګه کې د اهل هنودو او سیکهانو پخواني استازي نریندر سینګهـ حالصه په کابل کې د هندو او سیکهـ افغانانو پر درمسال برید په کلکه ټکو غندلی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې د شنبې په ورځ د کابل په کارته پروان کې د دوی پر درمسال برید سیاسي انګېزه لري.هغه ویلي، په دې برید کې که داعش یا بل هر بل څوک ښکېل وي، باید ا.ا یې وڅیړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې د دې برید تر شا سیاسي لاسونه دي او د افغانستان اوسنی نظام باید دا برید په دقیقه توګه وڅېړي او عاملین یې رسوا کړي. د یادونې ده چې نن د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر یو درمسال برید وشو چې په نتیجه کې یې د يوه امنيتي منسوب او يوه هندو عبادت کوونکي په ګډون دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
































