ملګرو ملتونو او امریکا د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د امریکا له نوي سفیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغان کډوالو پر وضعیت او راتلونکې بحثونه شوي دي.
امریکايي لوري ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې وکړی شي شته ستونزې تر یوې کچې راکمې کړي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې امریکا یې تر ټولو ستر همکار او ملاتړی هېواد دی او له دوی سره خبرې ګټورې او اغېزناکې وې.
































