د افغانستان د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزی وايي، زده کړې د نارينه او ښځينه وو شرعي حق دی او په وينا يې چې د ا.ا دنده ده څو ټولو ته د زده کړو زمينه برابره کړي. ستانکزي وويل چې د نجونو زده کړې د يو لړ تخنيکي ستونزو له کبله له محدوديتونو سره مخ دي چې په وينا يې د ستونزو تر هواري وروسته به ښوونځي هم پرانيستل شي. هغه چې نن يې په کابل کې يوې غونډې ته وينا کوله وويل چې علماوو پر نارينه او ښځينه وو د زده کړو د فرضيت فتوا صادره کړې ده. ستانکزي زياته کړه چې ا.ا به ټولنه د علم پر زيور سمباله کړی. د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال له نظامه د خلکو ملاتړ هم مهم وباله او ويې ويل، هغه نظامونه ډېر ژر پرځېدلي چې د ولس ملاتړ يې له ځانه سره نه درلود. ده وويل چې ا.ا په لويه بيه تر دې ځايه را رسيدلی او په وينا يې چې پاتې کېدل يې هم د خلکو په ملاتړ پورې اړه لري.
































