افغان سوداګر وايي دوی به د خوست او پکتیکا له زلزله ځپلو سره مرستې کوي. یو شمېر سوداګرو چې څو ورځې وړاندې یې د ا.ا.ا له لوی مشر سره کتلي وو، تازه یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر سوداګریزو مسایلو خبرې شوې دي او همدا راز له بهرنیو چارو وزارت غوښتل شوي چې د سوداګرو په چارو کې آسانتیا رامنځ ته کړي. بلخوا امیرخان متقي پر افغان سوداګرو غږ کړی چې د وروستیو زلزلو له زیانمنو شوو کورنیو سره مرستې وکړي او د دوی لاسنیوی وکړي. افغان سوداګرو ژمنه کړې چې دوی به تر خپلې وسې پورې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی کوي او بشردوستانه مرستو ته تیار دي.
































