د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د اغېزمنو شویو کسانو لیدنې او دغه راز له زلزله ځپلو سره د مرستې د څارنې په موخه ځپل شوې سیمې ته تللی دی. کورنیو چارو وزارت وایي چې نوموړی به له زلزله ځپلو هیوادوالو سره د مرستې او ژغورنې چارې له نږدې وڅاري. د یادونې ده چې پکتیکا کې د وړمې شپې زلزلې تر زر ډېر کسان مړه کړي او په سلګونو نور یې ټپیان کړي دي. تر اوسه پورې قطر، ایران او پاکستان خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته رالېږلې دي او ډېر شمېر نورو هېوادونو له زلزله ځپلو سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.












