د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د ازادۍ مخ په خرابیدو وضعیت په اړه یو بیړنی بحث کوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا ویاند په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې د دې بحث غوښتنه پرون ناوخته فرانسې او اروپايي ټولنې کړې ده او تمه ده چې دا بحث د جولای په لومړۍ نېټه د دغې شورا د روانې ۵۰مې غونډې په ترڅ کې وشي. نورو هیوادونو هم د پاریس او بروکسل له غوښتنې وروسته د هغه ملاتړ کړی دی. فرانسې او اروپايي ټولنې د بشري حقونو د کمیسیون رییس ته په یوه لیک کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت د پام وړ خرابوالی د دې شورا بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.











