د امريکا ولسمشر جوبايډن د جي – اووه په غونډه کې د ګډون لپاره جرمني ته تللی دی. ټاکل شوې چې د جي – اووه په دې سرمشریزه کې پر روسیې د سختو اقتصادي بنديزونو طرحه بحث ته وړاندې شي. بايډن به په دې غونډه کې د ګډون لپاره درې ورځې په جرمني کې وي او په پام کې ده چې نن به د هغه هېواد له لومړي وزير اولېف شولټز سره هم وګوري. د جي – اووه په غونډه کې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلېنسکي هم د ويډيو کنفرانس له لارې ګډون کوي. رويټرز د ځينو سرچينو له قوله چې ويل کېږي د جي – اووه د سرمشريزې اجنډا يې ليدلې، خبر ورکړی چې د نړۍ ستر اقتصادي قدرتونه ښايي دا ځل له روسيې د سرو زرو پر وارداتو هم بنديز ولګوي.
































