سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

پیتر هاندکې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 10, 2020
in څېرې
0
پیتر هاندکې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پیتر هاندکې اتریشي لیکوال او د نوبل ګټونکی دی. هغه لنډې کیسې او همدارنګه د سینما او تیاتر لپاره نندارې لیکي. په تېر ۲۰۱۹ کال کې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل د جایزې ګټونکی شو، چې ډېر غبرګونونه یې پارولي وو. ډېری لیکوالانو ان د دې غوښتنه کوله چې له هاندکې دې د نوبل جایزه بېرته واخیستل شي او دا پروسه دې لغوه کړل شي، خو داسې و نه شول، د نوبل بنسټ د خپل کار لپاره دلایل لرل او د دې جایزې ګټلو یې د ځانګړو اثارو لوستونکي او مینه وال نور هم ډېر کړل. هغه د بوسني د جګړې پر مهال د صربیانو له پوځ ملاتړ کاوه، نو ځکه یې مخالفین ډېر وو او لیکوالانو یا نقادانو ویل چې د جګړې یوه ملاتړي لیکوال ته باید د نوبل جایزه ور نه کړل شي.

هاندکې په ۱۹۴۲ کال کې په اتریش کې زیږېدلی دی. پیتر هاندکې یې خپل اصلي پلار نه دی لیدلی، له دوه کلنۍ یې له خپلې مور او پلندر سره اوسېده. دوی په شرقي المان کې مېشت وو، مورنی نیکه یې د اسلووني و. په ۱۹۴۸ کال کې بېرته ګریفن ته راستانه شول. وروسته له دې چې ابتدایه ښوونځی یې خلاص کړ، نو د څلورو کلونو لپاره د کاتولیکانو په مذهبي ښوونځي کې و. بیا پوهنتون ته بریالی شو او په ګراتس پوهنتون کې یې د څلورو کلونو لپاره د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې. له حقوقو تر فارغېدو وروسته یې ادبیاتو ته مخه کړه او په دې برخه کې یې لیکل او مطالعه پيل کړل. ده د داستایوفسکي، ماکزیم ګورکي، توماس وولف او ویلیام فاکنر په څېر د تکړه لیکوالانو د اثارو مطالعه پیل کړه. په ۱۹۶۶ کال کې امریکا ته لاړ او د پرنستون پوهنتون په ځانګړې ۴۷مه غونډه کې یې ګډون وکړ. دا غونډه په دودیزه توګه جوړېده چې په هغه کې به پر ریالیستي ادبیاتو بحثونه کېدل او په دې غونډه کې هم هغه په المان کې پر ریالیستي ادبیاتو سختې نیوکې وکړې، نقد یې وکړ چې له همدې وروسته یې نوم د ژبو پر سر و او خلکو یې د نظریاتو لوستلو ته مخه کړه.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

پیتر دمګړی ۷۶ کاله عمر لري، زده کړې یې د حقوقو په برخه کې کړې دي، خو بریالی په لیکوالۍ کې دی. ځینې بیا وایي چې زده کړې یې د حقوقو په برخه کې تر تخصص ونه رسولې او هر څه یې په نیمایي کې پرېښودل او لیکوالي یې خوښېده. لومړنی ناول یې سره غومبسه نومېده چې په ۱۹۶۶ کال کې یې چاپ کړ. لومړنۍ ننداره یې هم د نندارچي سپکاوی نومېده چې په ۱۹۶۷ کال کې خپره شوه. هغه ډېرې فلمي کیسې هم لیکلې دي چې د المان د فلم زرینه جایزه یې هم ګټلې ده. د ناسم حرکت فلمي کیسې یې په المان کې یاده جایزه وګټله. هغه په خپلو کاري فعالیتونو کې د جورج بوشنر او فرانتز کافکا په نامه مشهورې جایزې هم لري. دغه لیکوال تر اویا عنوانه ډېر ناولونه، فلمي کیسې او نندارې لیکلې دي. تر ټولو وروستی او نوی ناول یې (د مېوې غل؛ یا د ننه وجود ته د تېښتې اسانه) لار نومېږي چې په ۲۰۱۷ کال کې یې خپور کړی دی.

هاندکې وايي چې یوازې اشیا او څیزونه توصیفول ادبیاتو ته رنګ نه وربښي، بلکې دا ژبه ده او د ژبې د کارونې بڼه ده چې هم ادبیاتو او هم توکو ته یو ځانګړی رنګ او جوهر ورکوي. د دې مشهور اتریشي لیکوال د متن موضوعات تر ډېره نقد، ځانګړی د شعر سبک، انځورونه او په کیسو کې په زړه پورې صحنې دي. هغه په خپل ځانګړي دریځ او فکر د ادبیاتو په برخه کې مهمې پوښتنې مطرح کوي او د دې برخې لارویان له پوښتنو سره مخ کوي. دا پوښتنې باید ځواب شي او دی یې د نقد په ژبه د ځوابونو په تمه وي.

ادبي نقادان په دې باور دي چې پیتر هاندکې له خپلو لومړنیو اثارو یو پیاوړی لیکوال و چې ځانګړی سبک یې درلود او د بیان ځانګړې بڼه یې درلوده چې دی یې مخکښ کړی و. د ده سبک د تجربو د زده کړې او لېږد لپاره تر ټولو غوره او اغېزناک ګڼل شوی دی. د ده په خبره، ادبیات همغه ژبه ده چې موږ یې پنځوو، هغه څه ادبیات نه دي چې له ژبې او لیکلو بهر وي، یا یوازې په ژبه بیانېدلی شي، خود لیکلو وړ نه وي.  هاندکې د خپلې لیکوالۍ په ژبه هڅه کوي چې په نړۍ او کایناتو کې ځالې وکړي. د مسایلو ژورو ته د ننه شي او هر څه په ژوره توګه وڅېړي. ډېری لیکوالان د ژبو په برخه کې له مارتین متاثر دي.

په کلماتو کې تکرار د هاندکې د سبک بله ځانګړه ده او لیکوالان په دې باور دي چې ښایي دا ځانګړنه یې له موسیقي خپله کړې وي. هغه د تکرار په کتاب کې چې په ۱۹۸۶ کال کې یې چاپ کړی، د تکرار مفهوم یې تر بحث لاندې راوستی دی. تکرار د هاندکې لپاره د بیا تعریف لپاره زمینه برابروي. دی هغه څه په نوې بڼه بیانوي، چې تر دې دمه رامنځ ته شوي دي یا شوې پېښې په نوې بڼه درباندې ګوري، سره له دې چې تکرار دي، خو بڼه یې نوې او خوندوره ده. هاندکې په همدې تکرار کتاب کې د خپلې نوې ځوانۍ زمانه انځور کړې ده. دی په ۱۹۴۲ کال کې له الماني پلار او اسلوني مور زیږېدلی دی، چې په ۱۲ کلنۍ کې د کاتولیکانو په ښوونځي کې و. هغه په تکرار کتاب کې لیکي: ((د ادبیاتو په برخه کې زما پنځه کاله زده کړې د دومره بریا جوګه نه دي، بلکې کلمات، بېوزلي، رټنه، سړې، تودې، حبس او شاقه کارونه هغه څه وو چې پایله یې زما لیکوالي شوه)). پر دې اساس دی د لیکوالۍ لپاره یوازې رسمي زده کړې کافي نه بولي. سره له دې چې هغه د لیکوالۍ لپاره د روزنې ډېر کنفرانسونه او سمینارونه تعقیب کړي وو، خو بیا هم په دې باور و چې یوازې زده کړې نه؛ بلکې تجربې او سختۍ هم هغه څه دي چې تاسې لیکوالۍ ته رسولی شي یا مو غوره لیکوال کولی شي. غوره لیکوالي یوازې د لیکوالۍ د مهارتونو په زده کړې کې نه ده نغښتې، بلکې په تجربو او سختیو کې ده.

هاندکې له همغه پنځلس کلنۍ د ویلیا فاکنر، چارلز دیکنز، ژرژ برنانوس او نورو تکړه لیکوالانو د اثارو لوستل پيل کړي وو او هغه مهال به یې د ښوونځي په نشریو کې وړې وړې لیکنې خپرولې. ده له لیکوالۍ سره له تنکۍ ځوانۍ مینه لرله، لکه دی چې وایي سختۍ او د نورو خلکو د سختیو اورېدلې کیسې د دې سبب شوې، چې دی هم لیکل وکړي او کیسه لیکلو ته مخه کړي. ډېری کیسې یې د خپلې مور له خولې اورېدلې دي او هغه یې د ډرامو او ناولونو په قالب کې راوستې دي. د ده لومړنۍ بریا هم هغه مهال وه چې د لومړي ځل لپاره یې په ۱۹۶۵ کال کې له خپلو لیکنو خپل لومړنی کتاب خپور کړ، له دې وروسته یې ټول تمرکز پر لیکوالۍ و، لیکل یې د ژوند برخه شوه او د همدې لپاره یې د حقوقو زده کړه په نیمايي کې پرېښوده او ټول پام یې په لیکوالۍ و.

د پيتر هاندکې د بریالۍ لیکوالۍ یو بل راز په دې کې و، چې هغه په لیکوالۍ کې دودیزو قالبونو ته تسلیم نه شو. په دې مانا چې د هغه وخت حاکم سبک، جریان او ادبي دود ته تسلیم نه شو، بلکې هڅه یې دا وه چې په خپله طریقه د خپل زړه خبرې ولیکي. ان په ډېرو مواردو کې یې پر حاکم ادبي جریان نقد هم کاوه او نیوکې یې ورباندې کولې. هغه نوو الګوګانو ته متوجه شو، په تیاتر او ناول کې نوو حیرانتیاوو ته ور وګرځېد او ډېر څه ته یې له نوو زاویو وکتل. د هغه په اثارو کې د کافکا او بکت اغېز هم لیدلی شو. د هغه په لومړنیو اثارو کې له ټولنې یوه ځانګړې وېره هم له ورایه ښکاري، له ورایه لیدلی شو چې هغه په ډېرو مواردو کې ځان کنټرول کړی دی، خو وروسته وروسته یې خپل ځان پاللی او د زړه بړاس یې ایستلی دی.

د هاندکې په اثارو کې یو بل څه هم وینو، چې هغه له معاصرې ټولنې د هغه د زړه ستړیا ده. دی په جهان کې د اړیکو له سړېدو، په ژبه کې له تغیراتو او منفي اغېزو، د مضامینو له بې ماناتوب او دې ته ورته مسایلو ستړی شوی و. له ده سره دا وېره شته چې نړۍ او معاصر انسان په اړیکو کې سوړ او بې پامه دی. نو دې نظریو ته په پام هغه د اتریشي فیلسوفانو او لیکوالانو لکه کارل کراوس او لودویګ ویتګنشتاین لاروی ګڼل کېږي. نوموړي د مارګریت دوراس او شکسپیر په څېر د نوموتو لیکوالانو اثار له انګلیسي ژبې الماني ته ژباړلي دي چې خپل لوستونکي لري. د پېتر هاندکې لپاره د نوبل جایزه پر یوه جنجال او درد سر بدله شوه. د نوبل د بنسټ هدف دا دی چې د لیکوالۍ په برخه کې د نړۍ په کچه د ممتازو اثارو لرونکو لیکوالو ته دا جایزه ورکړي او دوی یې په خپلو چارو کې وهڅوي، خو پخپله پیتر د دې جایزې په اړه ښه نظر نه درلود او هغه یې یوازې لوبې ګڼلې او په خبره یې هغو لیکوالانو ته ورکول کېږي چې بې مانا اثار پنځوي او اثار یې ګټور نه دي. خو یو وخت د نوبل بنسټ پخپله اعلان وکړ چې پیتر هاندکې د نوبل جایزې ګټونکی بلل شوی دی.

هاندکې له دې ټولو سره سره په نوي سبک او په مډرنه نړۍ کې لسګونه اثار لیکلي دي، چې پښتو ته یې هېڅ اثر نه دی ژباړلی شوی، خو په ګاونډیو ژبو کې یې د اثارو ژباړې شته. هغه یې د خپلو اثارو په اړه وايي چې تر ډېره یې اثار د خپل ژوند تجربې او هغه کیسې دي چې له مور یې اورېدلې دي. مور یې په جګړو کې لویه شوې وه، نو د ډېرو سختو او خونړیو صحنو شاهده پاتې شوې وه، د ډېرو ټولنو زوال او سختۍ یې لیدلې وې او دا ټولې کیسې یې هاندکې ته رسولې وې چې هغه په خپلو اثارو کې راوړې دي.

د نړیوالو ادبیاتو په برخه کې مشهور لیکوال ستنلي کافمن وایي چې هاندکې یو پیاوړی لیکوال دی. د ده په خبره، دی په الماني ژبه کې په معاصره دوره کې بې جوړې دی، ځکه رسا ژبه یې کارولې ده او د الماني ادب پر حاکم ادبي وضعیت یې نقد او نیوکې کړې دي. نوموړي دغه راز ویلي چې له جګړې وروسته الماني لوستونکو همداسې یوه لیکوال ته اړتیا لرله چې تجربې ولېږدوي، هیلې پیدا کړي او له خلکو سره د دوی په ژبه اړیکه وپالي. د نوبل جایزې بنسټ هم په ۲۰۱۹ کال کې ولیکل چې د دې کال د ادبیاتو په برخه کې د نوبل ګټونکی یې پیتر هاندکې دی؛ ځکه هغه د ژبې د کارونې په برخه کې ځانګړی مهارت لري، ژبپوهنیز مسایل یې ډېر دقیق مراعات کړي دي او تر څنګ یې د انساني تجربو په لېږد کې بریالی دی. پیتر هاندکې  ۷۰ اثار لري، لا هم لیکل کوي او په پاریس کې ژوند کوي.

شفیق امیرزی

Previous Post

د امیدوارۍ پر مهال دغه وېټامین ماشوم ذهین کوي

Next Post

ایران او ازبکستان؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
ایران او ازبکستان؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده

ایران او ازبکستان؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Mobile Slot Uk

سپتمبر 8, 2025
د چين د اکمالاتي ځنځير نړیوال نندارتون کې د پرانيستو همکاريو نوي فرصتونه برابر شوي

د چين د اکمالاتي ځنځير نړیوال نندارتون کې د پرانيستو همکاريو نوي فرصتونه برابر شوي

نوومبر 28, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved