افغان حکومت د ملګرو ملتونو او ګالوپ موسسې وروستي راپورونه رد کړل. د افغان حکومت ویاندویان وایي چې یادو ادارو د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپاره کړي راپورونه د واقعیتونو پر بنسټ نه دي لیکلي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټ پیغام کې ویلي چې په سرپل کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور بې بنسټه دی او په خبره یې هلته هېڅ ملکي وګړي ته په وروستیو عملیاتو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر څنګ یې د حکومت یوه بل مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، ګالوپ په نامه یوې موسسې داسې راپور خپور کړی چې ګواکي ۷۴ سلنه افغان اندېښنې لري او ذهني نارامي ورسره مل ده. دده په خبره دا راپور د واقعیتونو پر بنسټ نه دی لیکل شوی او په وینا یې د نوی حکومت په راتګ سره خلک په ارام، سکون او امنیت کې ژوند کوي.
































