بریټانیا او افغانستان پر یو شمېر اقتصادي مرستو، تعلیم او نورو سیاسي مسائلو باندې خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافير هوګو شورټر او مل پلاوي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په دوحه کې وکتل. سرچینې زیاته کړې چې د بریتانیې پلاوي په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله په ځاني او مالي تلفاتو خپګان او غمرازي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د زلزله ځپلو لپاره یې ۳.۵ میلیونه پاونډه مرسته اعلان کړې او په نږدې راتلونکې کې به نورې بشري مرستې هم اعلان کړي. بلخي وایي، په دې ناسته کې دغه راز د هیواد پر عمومي وضعیت، اقتصادي مرستو، تعلیم او نورو سیاسي مسائلو هم خبرې وشوې. د بریتانیا شارژدافیر د دوی له لوري وروستۍ خپرې شوې اعلامیې ته په اشارې سره ویلي چې یاد هیواد په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سياسي اهدافو په ترلاسه کولو کې د هیڅ چا ملاتړ نه کوي. نوموړي زیاته کړه چې قدم په قدم به د دوه اړخیزو اړیکو بهبود لپاره عملي اقدامات کوي.
































