د ا.ا مشر د یووالي، عدالت، امنیت او سوچه اسلامي او خپلواک نظام پر ټینګښت او له علماوو پر اطاعت ټینګار وکړ، وې ویل چې د قوم او سمت او نډیوالیو پالل ورته د منلو نه دي. هبت الله اخوند دغه څرګندونې نن په کابل کې د علماوو په لویه غونډه کې وکړې. نوموړي وویل علما او ولس حق لري چې حاکمانو ته نصیحت وکړي او ستونزو ته یې متوجه کړي خو په رسنیو کې د حاکمانو د کمزورتیا بیانول د حکومت او ولس ترمنځ واټن پیدا کوي. نوموړي وویل نړۍ دې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، موږ مستقل یو او د هیچا فرمایشات نه منو. ده همدا راز وویل د حکومت مسوولین مکلف دي چې یو بل ته نصیحت وکړي او د یو بل تخریب باید ونه کړي، ځکه د اختلافاتو په پایله کې واکمن نظام له منځه ځي. هغه وویل د امنیت او ثبات د دوام لپاره مسوولین باید شخصي خواهشات پریږدي، ځکه تېر نظام د خواهشاتو قرباني شو. ده وویل ګاونډي هېوادونه دې له افغانستانه هیڅ د خطر احساس نه کوي. هغه همدا راز له سوداګرو وغوښتل چې د امنیت په اړه دې اندېښنه نه کوي، فابریکې دې جوړې کړي، پانګونه دې وکړي، ځکه بهرنۍ مرستې د افغانستان اقتصاد نشي پیاوړی کولی. دغه راز هبت الله اخوند وویل چې امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه، خو د تبلیغاتو کار اوس هم روان دی او غواړي چې د حاکمانو تر منځ اختلاف او بې باوري پيدا کړي او له دې لارې د افغانستان نظام کمزوری کړي.
































