د افغانستان ا.ا د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو ګډ پلاوی نن سهار د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته روان شوی دی. د ا.ا د معلوماتو له مخې، د نورالدین عزیزي په مشرۍ د حکومت او خصوصي سکتور یو ګډ پلاوی نن سهار پلازمېنې تاشکند ته روان شوی دی. راپورونه وایي چې یاد پلاوی به له ازبک چارواکو سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د ټرانزیټ د اسانتیاوو او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې ولري. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ازبکستان له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړې دي او په بېلو برخو ځانګړې توګه سوداګرۍ کې یې له افغان حکومت سره د ګډ کار ژمنې کړې دي.
































