یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ويلي چې پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له کبله ۳۶۲ زره کسان اغېزمن شوي چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي. یونیسف زیاته کړې چې ياد شمېر کسان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. افغانستان کې د يونيسف استازي محمد ايويا ويلي زلزله ځپلو ته يې په راتلونکو دريو مياشتو کې د مرستو رسولو هر اړخيز پلان جوړ کړی دی. ملګرو ملتونو ويلي چې په لومړي ګام کې د خلکو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو هڅه کېږي او وروسته به يې د کورنو د جوړولو او اوږدمهالو اړتياوو د پوره کولو لپاره اقدام وشي. په ورته مهال د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې د زلزلې له کبله په خوست او پکتيکا کې د ټپي شويو کسانو شمېر ۶۰۸۳ تنو ته رسېدلی دی. د جون په ۲۸ مه نېټه د اعلان شويو ارقامو پر بنسټ د زلزلې له کبله د ټپي شويو کسان شمېر ۲۹۴۹ تنه ښودل شوی و. د روغتيا نړيوال سازمان د تازه ارقامو په خپرولو سره ويلي چې تېره اونۍ ۱۴۰۴ تنه ټپيان نوي روغتونونه ته ور وړل شوي خو څوک مړه شوي نه دي چې په دې توګه د زلزلې د قربانيانو شمېر ۱۰۳۶ او د ټپيانو هغه بيا ۶۰۸۳ تنه دی.
































