بلوڅان وایي که یې حکومت غوښتنې و نه مني نو ګوادر بندر تړي. د بلوچستان د ګوادر ساحلي ښار د احتجاج کوونکو مشر نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي د اپریل په میاشت کې حکومت ورسره ژمنې کړې وې او د دوی غوښتنې یې منلې دي.
دوی وايي حکومت یې پر ژمنو عمل نه دی کړی او د دوی غوښتنې یې نه دي عملي کړې له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې ګوادر بندر د تګ راتګ پر مخ وتړي.
دغه احتجاج کوونکي وایي چې ګوادر د دوی په سیمه کې دی نو ځکه یې باید دوی ته ګټه ورسول شي، په سیمه کې یې دې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نامه ځای پر ځای شوي عسکر او پوستې ټول کړل شي او ځایي حکومت دې د خلکو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.
































