پاکستان او امریکا د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې ټینګار شوی چې باید له افغانانو سره مرستې او همکارۍ ډېرې شي.
پاکستان او امریکا دغه راز ټینګار کړی چې د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې به همغږي ډېروي. پاکستان تر دې وړاندې له امریکا غوښتي وو چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي او اجازه ورکړي چې ددغه هېواد اقتصاد پر خپلو پښو ولاړ پاتې شي.
پاکستان دا خبرداری هم ورکړی چې د اقتصادي ستونزو له امله به د افغانستان ترینګلی وضعیت ټولې سیمې ته ګواښونه جوړ کړي.
































