انس حقاني وایي پلار یې اسامه بن لادن افغانستان ته نه و دعوت کړی. د ا.ا لوړپوړی غړی «دیر شپیگل» آلماني رسنۍ ته په تازه مرکه کې ویلي چې د حقاني شبکه چې غربي هیوادونو یې پر وړاندې پروپاگند کولو وجود نه درلود او ډیر شمیر بریدونه چې حقاني کورنۍ ته منسوبیدل د دې کورنۍ سره هیڅ ارتباط نلري. انس حقاني په دغه مرکه کې ویلي چې د ا.ا حکومت ستونزې لري خو د افغانانو لخوا د خپل هیواد د پریښودلو لوی دلیل خراب اقتصادي وضعیت دی چې د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا رامنځته شوی دی، د حقاني په وینا په افغانستان د بندیزونو سره امریکا او نړیواله ټولنه ټولو افغانانو ته سزا ورکوي. انس حقاني وایي چې امریکا د بشر حقونو په نوم په افغانستان برید وکړ که څه هم د بشر حقونو اصلي مدافعان مسلمانان دي او د بشري حقونو ساتنه د اسلام مهم جز دی.
































