افغان صنعتکاران د جوازونو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه کوي. د افغان صنتعکارانو د ټولنې غړي وایي چې په وروستیو کې نوي پانګه وال د جوازونو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي او ددې اړتیا ده چې په دې پروسه کې اسانتیا راوستل شي.
ددغه ټولنې مشر وايي چې په وروستیو څو میاشتو کې د صنعت په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ډېره شوې ده نو له همدې امله افغان حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي. دوی د برېښنا ستونزه هم جدي بولي او وایي سره له دې چې په وروستیو کې د فابریکو د برېښنا په جریان کې ښه والی راغلی خو د لا ډېر ښه والي اړتیا یې لیدل کېږي.
































