د خوړو نړیوال پروګرام د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په افغانستان کې لا هم په میلیونونو کسان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي. یاد سازمان زیاته کړې ده چې دوی سږکال تر اوسه پورې پر لس میلیونه افغانانو خوراکي توکې وېشلي دي او نږدې ۹ میلیونه نور بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د دغه بنسټ په خبره، د نړۍ هېوادونه باید د یو بېساري بشري بحران مخنیوي لپاره له افغانستان سره خپلې مرستې دوامداره وساتي. د دې بنسټ په خبره، افغانان له سخت بشري وضعیت سره مخ دي او نړۍ نباید په دې سختو شرایطو کې افغانان یوازې پرېږدي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم امریکا د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالر مالي شتمني په نړیوالو بانکونو کې کنګل کړې ده چې دې چارې د افغانانو پر اقتصادي وضعیت لا ډېر ناوړه اغېز کړی دی.
































