اروپايي ټولنې او په کابل کې د څو هېوادونو سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه کړې ده. اروپايي ټولنې، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، المان، هالنډ، ناروې، سوېډن او انګلستان په دې اعلامیه کې ویلي چې باید د سولې په برخه کې د ښځو ماناداره ونډه هم ډېره شي. په دې ګډه اعلامیه کې د ملي مصالحې د عالي شورا له جوړېدو هرکلی شوی دی او زیاتوي یاد هېوادونه هیله من دي چې د یادې شورا جوړېدل د سولې سبب شي. سرچینه کاږي چې د ښځو حقونو، بشري حقونه او اساسي قانون هغه لاس ته راوړنې دي چې باید د سولې په خبرو کې حفظ شي او معامله ورباندې ونه شي. یادو هېوادونو ویلي دوی تمه لري چې د بین الافغاني خبرو د پيل نېټه ژر تر ژره مشخصه شي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي.
































