امریکا وایي له افغانستان وتل یې پر ځای اقدام و. د امریکا د ولسمشر جو بايډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه مرکه له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له افغانستان وتل د دوی یوازینۍ پرېکړه وه او اړ وو چې دا پرېکړه یې عملي کړې وای.
د سلېوان په وینا دا سمه ده چې نړیوال په افغانستان کې د وضعیت په اړه اندېښنه لري، ستونزې شته دي خو له وتلو پرته بله هېڅ لاره دوی ته نه وه پاتې. هغه ټینګار کوي چې له افغانستان د سرتېرو ایستل او په دې جګړه کې د ښکېلتیا ختمول پر ځای اقدام و.
جک ویلي هیله لري چې په افغانستان کې بشري حقونه تامین شي، نجونې او ښځینه ښوونځیو او کار ته د تګ حق پیدا کړي او له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته زمینه برابره شي.
































