د ا.ا ځواکونو په نيمروز کې يوه ډله خلک را ګرځولي چې غوښتل يې په قاچاقي ډول ايران ته ولاړ شي. د نيمروز د درېيم سرحدي کنډک د لومړي ټولي مسوولينو رسنيو ته ويلي چې نيول شوي کسان يې زرنج ښار ته استولي دي.
سرچينو زياته کړې چې د يادو کسانو د قاچاق په تور يو کس نيول شوی چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي. د افغانستان ا.ا تر هغې وروسته ايران ته په قاچاقي ډول د اوښتونکو کسانو نيول او را ګرځول پيل کړل چې په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه خپاره شول.
کله چې ا.ا په دې تړاو غبرګون وښود نو ايراني چارواکو ترې وغوښتل چې خاورې ته يې د هغو کسانو د اوښتو مخه ونيسي چې د سفر قانوني اسناد نه لري.
































