پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو دوه ورځو کې د هېواد په لسو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي، چې له امله يې ۱۳ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د یاد وزارت ویاند محمد نسیم حقاني زیاتوي، دغو سېلابونو ګڼ مالي زیانونه هم خلکو ته اړولي، چې د ژغورنې او سروې ټیمونو سېلاب ځپلو ته لومړنۍ مرستې رسولي دي. له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، غزني، زابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا او میدان وردک ولایتونو کې د سختو ورښتونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
































