کورنیو چارو وزارت وایي د اړتیا وړ ځایونو کې ښځینه پولیسې پر دندو ګوماري. د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته په استولي ویډيويي پیغام کې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي دوی ښځينه پولیسې تقاعد کړې دي.
دده په خبره کورنیو چارو وزارت دغه ډول راپورونه بې اساسه ګڼي او هغه ردوي، بلکې پر ځای یې دوی هڅه کوي د پولیسو له اکاډمۍ فارغې شوې پولیسې پر دندو وګوماري. د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي دوی د اړتیا وړ ځایونو کې ښځینه پولیسې پر دندو ګوماري او په خبره یې د ښځینه پولیسو دندو ته اړتیا ده او هغه راپورونه ردوي چې ګواکي ښځينه پولیسې د کورنیو چارو وزارت له لیکو ایستل کېږي.
































