که څه هم حکومت د نږدې هر برید او یا هم هرې لویې پېښې وروسته څېړنیز پلاوی ګوماري، خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دې ډول څېړنو پایلې نه ډاګیزه کېږي. دغه کمېسیون وايي، حکومت د هغو بریدونو د څېړنو پایلې پټې ساتي چې باید له خلکو سره شریکې شي. دا کمېسیون وروسته تر دې دا خبره کوي چې د کابل په دشت برچي روغتون له بريده د ۲۳ ورځو تېرېدو وروسته، د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، دوی لا هم نه پوهېږي چې دا برید چا کړی. د دې کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور ویلي، تر اوسه پورې د حکومت لهخوا د هېڅ یوې پېښې وروستی راپور له خلکو او آن د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سره نه دی شریک شوی. د بې پولې ډاکترانو ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تر اوسه دوی نه پوهېږي چې د دشت برچي په سل بستریز روغتون برید چا او ولې کړی.
































