ملي دفاع وزارت وایي د بدخشان پر ټولو پولو او سرحدونو پوره واک لري. د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي دوی د پولو د ساتنې په برخه کې جدي دي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې په افغان خاوره کې مداخله وکړي.
په مزار شریف ښار کې ځايي امنیتي چارواکو له ګاونډیو سره د بدخشان له پولو لیدنه کړې ده او هلته یې امنیتي ځواکونو ته اړینې سپارښتنې کړې دي. امنیتي چارواکي وايي چې په واخان کې امنیت تامین دی او هېچا ته د افغان پولو د لاندې کولو اجازه نه ورکوي.
چارواکي وايي چې پر پولو بشپړ کنټرول لري او د لا ډېر امنیت او ساتنې لپاره به رغنده ګامونه اخلي. ملي دفاع وزارت وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې واخان کې د پاکستان د مداخلې په اړه ډول ډول ګنګوسې خپرېږي، خو افغان حکومت یې بې بنسټه بولي.
































