د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يې سره په تاشکند کې لیدلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان – چین پر دوو اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې شوې دي. امیرخان متقي د چین له خوا له افغان زلزلهځپلو سره د پر وخت بشري مرستو مننه کړې او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي بیارغونې او بشري مرستو د میکانیزمونو په چوکاټ کې شوي پرمختګونه پلي شي. د بهرنیو چارو وزیر د چین اورومچي ته د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتنو زمینې برابرېدل نیک اقدام بللی او زیاته یې کړې يې ده چې دا چاره به د افغانستان د صادراتو له زیاتولو سره مرسته وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې راتلونکې اونۍ افغانانو ته د ویزې ورکول پیلوي او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندولو سره افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې مرسته کوي.
































