ښايي قطر یا جرمني د بین الافغاني خبرو د لومړنۍ ناستې کوربتوب وکړي. د سولې له پروسې باخبره کسان وايي، چې د پوره پنځه زره طالب زندانیانو تر خلاصون وروسته ښايي د دغو خبرو کره ځای او نېټه مشخص شي. پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا، قطر د بین الافغاني خبرو لپاره مناسب ځای بولي او وايي، چې جرمني ځکه د دغو خبرو کوربتوب نشي کولی چې هلته د بن کنفرانس ترسره شوی او افغانستان کې ډېری اړخونه له یاد کنفرانس ښې خاطرې نه لري. په همدې حال کې ښايي د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د بین الافغاني خبرو د کره نېټې او ځای د مشخص کولو په هدف په راتلونکو ورځو کې کابل ته راشي او له حکومتي مشرانو او افغان سیاستوالو سره به د بین الافغاني خبرو لپاره د ځای او نېټې د مشخص کولو په اړه خبرې وکړي.
































