پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي افغانان دې اجازه نه ورکوي چې د دښمنانو د تفرقې اچولو سیاست بریالی شي. پخواني ولسمشر د تخار ولایت له مخورو او مشرانو سره په یوه لیدنه کې ویلي چې بهرنیان په تېره د افغان ملت د یووالي دښمنان تل هڅه کوي چې دلته نفاق او د خلکو بېولولو ته لمن ووهي.
دده په خبره افغانان باید اجازه ور نه کړي چې د دښمنانو دغه ډول دسیسې بریالۍ شي. په دې لیدنه کې د تخار ولسونو غوښتنه کړې چې د نجونو ښوونځي دې بېرته فعال شي او د ښوونځیو دروازې دې له لومړي تر دوولسمه د نجونو پرمخ پرانیستل شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې افغان خاوره یوازې د تعلیم او تحصیل په مرسته وده مومي او افغان ځوانانو ته باید د زده کړو او کار حق ورکړل شي.
































