د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ ناواپاس سیمه کې د ډیورنډ فرضي کرښې له صفري نقطې څخه د پاکستاني ځواکونو رامخکې کېدو او هلته د لویو بېزونو جوړول د سیمې د اوسېدونکو توند غبرګونونه را پارولي دي. د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون ځیني غړي وايي د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ولسونو شکایتونه ور رسېدلي دي چې په ناواپاس کې پاکستاني ځواکونه له صفري نقطې مخکې را تېر شوي او د لویو بېزونو جوړولو وروسته یې عام خلک په تکلیف کړي دي. دوی وايي حکومت باید د ملي دفاع او بهرنیو چارو وزارت ګډ استازی سیمې ته واستوي چې یاده سیمه له نږدې وګوري او د پاکستاني لوري سرغړونو پر وړاندې عاجل اقدام ترسره کړي. په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي وايي پاکستان په مکرر ډول د ډیورند فرضي کرښې اوږدو کې سرغړونې کړې دي او د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د پوستو جوړول په هېڅ صورت ولسونو ته د منلو وړ نه دي.











