سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2020
in پوهنتون
0
پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د لومړي ځل لپاره خپلې چارې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې پیل کړې دي. د لوړو زده کړو د دې موسسې مؤسس ښاغلی عبدالکریم منصور وایي، چې له پیل سره سم یې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ دوه پوهنځي (اقتصاد او حقوق او سیاسي علوم) درلودل، محصلین یې ورته جذب کړل او عملاً یې په دې برخه ګې فعالیت پیل کړ. ښاغلی منصور وایي، اوسمهال پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه درې پوهنځي (حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد او شرعیات.) لري. دی وایي چې د څلورم پوهنځي چې هغه کمپیوټر ساینس دی د منظورۍ کارونه یې هم بشپړ کړي او په نږدې راتلونکې کې به په رسمي ډول دغه پوهنځی هم د موسسې په چوکاټ کې ور زیات کړي او محصلین به ورته جذب کړي.

په پیام د لوړو زده کړو موسسه کې اوسمهال د ۱۰۵۰ په شاوخوا کې محصلین په دریو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. ښاغلی عبدالکریم منصور وایي، چې د محصلینو په دې ډله کې شل سلنه یې ښځینه او پاتې اتیا سلنه نارینه دي. د ښاغلي منصور په خبره، په روانه اونۍ کې یې اوومه دوره محصلین فارغېږي. دی وایي، دوی په اقتصاد او شرعیاتو پوهنځي کې د څوارلسم پاسو محصلینو د جذب اجازه هم لري، نو له همدې کبله یې تر اوسه پورې په څه باندې اوو کلونو کې اووه دورې محصلین فارغ کړي دي. نوموړی زیاتوي چې تر اوسه پورې یې د اتو سوو کسانو په شاوخوا کې محصلین له خپلو فعالو پوهنځیو څخه د لېسانس په کچه فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. ښاغلی منصور وایي چې ډېری محصلین یې په په مرکز او د هېواد په ولایتونو کې په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي.

د پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسې، مؤسس ښاغلی عبدالکریم منصور وایي، چې هر کال یې د جذب کچه توپیر کوي، ځکه دغه څه د هېواد په امنیتي او اقتصادي وضعیت پورې تړلې خبره ده. هغه وایي، دوی په کال کې دوه ځله د کانکور اخیستو اجازه لري او  په هر ځل له ۳۰۰ تر ۵۰۰ کسانو څخه د کانکور ازموینه اخلي، چې له ډلې یې نږدې د ۴۰۰  په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي.

ښاغلی عبدالکریم منصور وایي چې د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو، دوی هر کال خپلو محصلینو ته ځانګړی تخفیف ورکوي، څو وکولای شي خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي. دی وایي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې نږدې ۱۵۷ محصلینو ته په ۹۰ سلنه تخفیف په پیام د لوړو زده کړو موسسه کې د زده کړو زمینه برابره کړه او دوی ته یې دغه تخفیف د پوره تحصیلي دورې لپاره ورکړی و. هغه وایي چې پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه، د خصوصي پوهنتونونو په کتار کې لومړنۍ هغه ده چې محصلینو ته د زده کړو په برخه کې د پام وړ تخفیف ورکوي. د دې تر څنګ، د لوړو زده کړو دغه موسسه د خپلو محصلینو لپاره څلوېښت، پنځوس، شپېته او اویا سلنه تخفیفونه هم لري.

پیام د لوړو زده کړو موسسه د مناسب موقعیت تر څنګ، د خپلو محصلینو لپاره مجهز کتابتون لري، چې په دغه کتابتون کې ډېر بېلابېل کتابونه موجود دي او محصلین کولای شي له دغه کتابتون څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. ښاغلی منصور وایي چې د کتابتون تر څنګ دغه موسسه د خپلو محصلینو لپاره کمپیوټر لب لري، چې په انټرنېټ هم سمبال دی. دی وایي، کمپیوټر لب یې څلورویشت ساعته د خپلو محصلینو او استادانو په واک کې ورکړی دی، څو وکولای شي له انټرنېټ څخه یې ګټه واخلي. پیام د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ځینو فعالو او تجربه لرونکو استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي چې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او په اړونده برخه کې د تدریس له کافي تجربې څخه برخمن دي.

د لوړو زده کړو دغه موسسه تر اوسه پورې له کوم بهرني پوهنتون سره د علمي اړیکو کومه هوکړه نه لري، خو ښاغلی عبدالکریم منصور وایي، چې هڅه کوي، د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو په چوکاټ کې له ځینو بهرنیو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کړي چې له مخې یې وکولای شي خپل محصلین او استادان د لا نورو لوړو زده کړو، تجربې تر لاسه کولو او وړتیاوو لوړولو لپاره دغو پوهنتونونو ته ور واستوي او له تجربو یې ګټه واخلي. دی وایي چې په کور د ننه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې او نیکې اړیکې لري، چې ښه بېلګه یې څو میاشتې مخکې د (د خصوصي پوهنتونونو د ارتقاع ظرفیت) په نوم د یوه- دوه ورځني کنفرانس جوړول وو، چې د پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسې له خوا جوړ شوی و او نږدې د څوارلس خصوصي پوهنتونونو استازو پکې ګډون کړی و. په دغه موسسه کې د ورځې درې وخته تدریس کېږي او محصلین د زده کړو لپاره ورځي.

ښاغلی منصور وایي، کله چې محصل خپله د لېسانس دوره پای ته رسوي، نو اړ دی چې په اړونده برخه کې مونوګراف ولیکي او له خپل مونو ګراف څخه دفاع وکړي. دی وایي، له دفاع څه وروسته د محصل څلور کلنې نمرې د مونوګراف له یوې کاپي سره لوړو زده کړو وزارت ته استول کېږي، چې تر ارزونې وروسته محصلینو ته د نمرو ترانسکرېپ او د لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوې تصدیق پاڼه ورکول کېږي او محصلین کولای شي له دې تحصیلي اسنادو څخه د دندې په پیدا کولو او یا هم نورو لوړو زده کړو په برخه کې ترې ګټه واخلي. خو دا چې خصوصي پوهنتونونو ته په خپل نوبت د ډیپلومونو د وېش لړۍ پیلېږي، نو تر اوسه پورې یې فارغ شویو محصلینو ته ډیپلومونه نه دي ورکړي، خو هڅه کوي چې کله ورته د ډیپلومونو د وېش وار ورسېږي، فارغ شویو محصلینو ته به ډيپلومونه هم ورکړي.

په پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې د نظري زده کړو تر څنګ، محصلینو ته د علمي زده کړو زمینه هم برابرېږي. ښاغلی منصور وایي چې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصلینو ته وخت ناوخت تمثیلي محکمې جوړوي، چې محصلین او مېلمانه یې د تمثیلي محکمو له کار څخه خورا خوښ دي. د دې تر څنګ، دوی هڅه کوي چې د نورو پوهنځیو د محصلینو لپاره هم د عملي کار زمینه برابره کړي، څو یې په اړونده برخه کې تجربه او وړتیا لوړه شي. نوموړی وایي، د محصلینو لپاره د ورکشاپونو او سیمینارونو جوړول هم د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.

د پیام د لوړو زده کړو موسسې، مؤسس ښاغلی عبدالکریم منصور وایي، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کیفیت د تضمین چې درې پړاونه لري، لومړنی پړاو یې په پوره بریاليتوب سره تېر کړی دی او هیلمن دی چې له دوو نورو پړاونو څخه په بریالیتوب را ووځي، نو له هغه وروسته به د نویو پوهنځیو په تاسیس لاس پورې کوي. له موسسې څخه به پوهنتون ته ارتقاع کوي او هڅه به یې دا وي چې په کور د ننه او سیمه ییزه کچه اعتبار خپل کړي او تر څنګ یې د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړي.

ښاغلی منصور وایي، د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ته په کتو، موږ ټول په ډېری برخو کې ستونزې لرو، خو له ځینو څخه یې بیا داسې یادونه کوي: (پوهنتون باید څلورویشت ساعته برېښنا ولري، چې دوی یې نه لري او په کومو ساعتونو کې چې برېښنا لري هم، په لوړو بیه ور باندې پلورل کېږي. دی وایي، مالیې وزارت له یوه تولیدي شرکت او پوهنتون څخه په یوه کچه مالیه اخلي، په داسې حال کې چې تولیدي شرکتونه سل سلنه ګټه کوي، خو پوهنتونونه د یو څه ګټې تر څنګ، د هېواد په ابادۍ کې برخه اخلي، د خلکو بچیان روزي او په دې برخه کې ډېر لګښت کوي. ښاغلی منصور وایي، پر زده کړو پانګونه د هېواد پر روښانه راتلونکې باندې پانګونه ده او له پوهې پرته موږ هېڅ کله دایمي سولې او ثبات ته نه شو رسېدلی.»

 د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه له لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې له افغان حکومت څخه غواړي چې خصوصي پوهنتونونو ته د متوازن پرمختګ زمینه برابره کړي، څو هم دغه پوهنتونونه پر خپلو پښو ودرېږي او هم پر کار پوه، مسلکي او هېوادپال کسان وروزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي.

Tags: پوهنتون
Next Post

د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هند د چابهار بندر له لارې د لومړۍ محمولې له ورتګ هرکلی کړی

هند د چابهار بندر له لارې د لومړۍ محمولې له ورتګ هرکلی کړی

جولای 2, 2020
پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو هڅې دوام لري

پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو هڅې دوام لري

اپریل 15, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved