د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژلو ته په اشارې سره وایي چې امریکا لا هم په افغانستان کې فعاله نظامي حضور لري او خپله جګړه یې پای ته نه ده رسولې. حکمتیار ویلي چې تر اوسه امریکا د الظواهري د وژلو کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی. د هغه په وینا همدا بریدونه دي چې ترهګري یې زېږولې او ترهګرې ډلې یې رامنځته کړې دي، چې دوی ورته دا نوم کاروي. حکمتیار وايي، د یوولسم د سپټمبر په څېر پېښې د همدا ډول بریدونو له امله رامنځته شوې دي. ده زیاته کړې، د دوحې تړون هسې یوه دوکه وه، دا د سولې تړون نه و. امریکا دې تړون ته هېڅ التزام او درناوی نه لري. حکمتیار ویلي، د ظواهري وژلو سره نه القاعده له منځه ځي، نه امریکا خپلې موخې ته رسیږي لکه څنګه چې د اسامه په وژلو یې خپلې موخې ترلاسه نه کړې.
































