د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له پرلپسي ډيپلوماټیکو هڅو وروسته، افغان حکومت د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشې کړې دي. نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه هغه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د افغانستان اوبه د ایران سیستان ښار ته دننه شوې شوې دي. قمي دغه راز زیاته کړې، له ا.ا سره یې د دغو اوبو پر دوامداره پرېښودو خبرې روانې دي. که څه هم ا.ا تر اوسه ایران ته د اوبو خوشي کېدو په تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو څه موده وړاندې ایراني لوري خبر ورکړی و چې د دوی یو پلاوی به د افغانستان په اوبو کې د ایران د حقابې پر سر د خبرو لپاره کابل ته لاړ شي.










