د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي، چې د هېواد د تازه میوې د فصل له رسېدو وړاندې یې د صادراتو لپاره د پاکستان په شمول له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خبرې او هوکړې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي، چې پاکستان ته د یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لري، نو له همدې امله یې له پاکستاني لوري سره تازه هوکړه هم کړې ده. د خصوصي سکټور غړي د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه غوښتنه کوي، چې د پاکستان په شمول افغان صادروونکو لپاره د نوي مارکېټونو پيدا کولو لپاره باید هڅې زیاتې کړي. د خصوصي سکټور غړي وايي، سره له دې چې د افغانستان وچې او تازه مېوې او ترکارۍ لپاره پاکستان تر ټولو نږدې او لوی مارکېټ بلل کېږي، خو د تازه میوې صادروونکي وايي، چې د پاکستان سره یې سوداګري تل له خطرونو څخه ډکه وي.












