افغان حکومت وایي چا ته به د نفاق رامنځته کولو اجازه ور نه کړي. د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د شعیه علماوو له مشرانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ځینې کړۍ د بریدونو او چاودنو پر مټ هڅه کوي د افغانانو ترمنځ نفاق او کرکې ته لمن ووهي.
دده په خبره دوی به بریالي نه شي ځکه افغانانو اوږده کلونه د یو بل تر څنګ ژوند کړی دی او پر یووالي ټینګار کوي. هغه زیاته کړې چې افغان حکومت د ملي یووالي د ساتلو لپاره هر اړخیزه هڅه کوي او په دې برخه کې د ولسونو مرستې او ملاتړ ته هم اړتیا لري.
مولوي عبدالکبیر دغه راز پر وروستیو پېښو خواشیني څرګنده کړې ده او پر امنیتی ادارو یې غږ کړی دی چې د ولسونو د امنیت لپاره خپلې هڅې لا پراخې کړي.































