د خوست او پکتیکا په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا ناروغي خپره شوې ده. ددغه ولایت ځايي چارواکي وایي چې یوازې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې شاوخوا څلور سووه کسان په کولرا اخته شوي دي. سرچینې وایي چې وروستۍ زلزلې ددغه ناروغۍ د خپرېدو لامل دي.
له دې سره جوخت ویل کېږي چې اته کسان په دې ولایت کې د کولرا له امله مړه شوي هم دي. په ناروغانو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي. بلخوا د پکتیکا ولایت ځايي چارواکي هم وايي چې په دوو ولسوالیو کې یې د کولرا ناروغي خپره شوې ده او روغتیايي ټیمونه له خلکو سره په مرستو بوخت دي.
































