د کرونا له چټکې پراختیا سره هممهاله حکومت پرېکړه کړې چې په ځینو مواردو کې به بندیزونه درې میاشتې غځوي. افغان حکومت وايي، دوی هڅه کوي چې د کرنتین په اوږدولو او د بندیزونو په غځولو سره د کرونا ویروس پراختیا کابو کړي او د ناورین مخه ونیسي. د تازه پرېکړې له مخې، د لوړو زده کړو خصوصي او دولتي پوهنتونه او همدا راز ښوونځي به تر دریو نورو میاشتو پورې هم تړلي وي. دا بندیزونه مشروط ښودل شوي. حکومت وایي، که د کرونا پراختیا په راتلونکو اونیو یا میاشت کې کابو کېږي، نو بندیزونه به هم نرمېږي.
د تېر کال له کب میاشتې راهیسې کرونا ویروس په هېواد کې د چټکې پراختیا په حال کې دی، خو افغان حکومت نیمګړی او کمزوری کرنتین بیا بیا اوږد کړی دی. سره له دې چې حکومت د کرونا ویروس د پراختیا یوازینۍ لار کرنتین او د خلکو پر تګ راتګ بندیز بولي، خو حکومت د دغې چارې په عملي کولو کې ناکام دی. تازه حکومت د راتلونکو دریو میاشتو لپاره د کاروبار، دولتي ادارو، کرنتین او تګ راتګ په اړه خپله طرحه وړاندې کړې ده. د طرحې له مخې، ځينې کاروبارونه په تدریجي توګه او د خلکو اړتیا ته په کتو پرانیستل کېږي، خو ځینې ادارې او کاروبارونه به بیا د کرونا وضعیت ته په کتو یا تړلي پاتې کېږي او یا به یې حکومت وروسته د پرانیستلو په اړه پرېکړه کوي.
د حکومت په دې طرحه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت باید د خپلو ازمویښتونو او لابراتوارونو ظرفیت لوړ کړي، څو په دې توګه اخته کسان له نورو بېل کړل شي او په کرونا اخته کسان ژر تشخیص شي. همدا راز پوهنتونونه، ښوونځي، مدرسې او د تجمعاتو نور ځایونه به تر راتلونکو دریو میاشتو پورې تړلي وي. حکومت له لسو د ډېرو کسانو پر یو ځای کېدو بندیز لګولی او همدا راز ټینګار کوي چې خلک دې په ښارونو کې له بسونو او د تګ راتګ له نورو لویو وسایطو ګټه نه اخلي. له کورونو د ډېر عمر لرونکو کسانو پر وتلو هم بندیز لګول شوی دی.
حکومت په دې طرحه کې دا هم منلې چې دوی د دغه ویروس د کنټرول توان نه لري؛ ځکه مثبتې پېښې په خورا چټکۍ په ډېرېدو دي او عام خلک ورسره همکاري نه کوي. سرچینې له ټولو وګړو غوښتي چې د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او نورو اړوندو ادارو سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، له ګڼې ګوڼې لرې اوسي، ماسک واغوندي او لاسونه بیا بیا پرېمنځي.
په دې طرحه کې پر دې هم خبرې شوې چې باید روغتیايي خدمات پراخ شي. په طرحه کې له اړوندو چارواکو غوښتل شوي چې د روغتیايي خدماتو او همدا راز له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړو کلینیکونو امکانات باید ډېر شي. دوی په دې برخه کې د یوې کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې چې د طبي تجهیزاتو او خدماتو د ژر ارایه کولو په برخه کې به همکاري کوي.
په طرحه کې له خصوصي ادارو هم غوښتنه شوې چې د خپلو کارکوونکو د چارو په تنظیم کې پوره هڅه وکړي او په پوره مسوولیت دوی ته طبي او نور تجهیزات برابر کړي. د طرحې له مخې، د خصوصي ادارو مسوولین مکلف دي چې د کرونا د مخنیوي ټول اړوند توکي ولري او د کارکوونکو ژوند یې خوندي کړي.
له دې سره جوخت د عامې روغتیا وزارت هم وايي چې مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي. د بي بي سي د یوه راپور له مخې، افغان چارواکو منلې چې مثبتې پېښې ډېرې دي، خو دوی یوازې د ثبت شوو پېښو شمېر اعلانوي. د سرچینې په خبره، ښايي یوازې په کابل کې یو میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي وي. عامې روغتیا وزارت وایي چې تېره ورځ یې په هېواد کې په ۱۱ ولایتونو کې ۷۶۰ مشکوکې پېښې ازمویل شوې چې له دې ډلې ۵۸۲ یې مثبتې وې. په دې موده کې اتلس کسه د کرونا له امله مړه شوي او ۶۸ نور بېرته روغ شوي دي.
































