د ا.ا د مشر ملا هبت الله اخندزاده ته په یوه منسوب شوي امر کې ویل شوي، چې په کابل ښار کې به ژر د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د ستونزو پر حل کولو کار پیل شي. باختر اژانس ویلي، چې کسبي خلک به بایومیټرک کېږي او له سرپرستانو به یې د سوال نه کولو ژمنه اخیستل کېږي. د سرچینې په وینا، واقعي مسکینانو ته به د معاش زمینه او ماشومانو ته به یې د تعلیم زمینه برابریږي. دا لا معلومه نه ده، چې څومره سوالګر به د ا.ا له لوري په کومو شرايطو د مرستې مستحق وګڼل شي. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ارقام ښیي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه خلک فقر ځپلي دي.
































