دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي چې د تېر جمهوري نظام د نسکورېدو پر مهال دې هېوادونو ته، د پخواني حکومت وړل شوې چورلکې بېرته د ا.ا سرپرست حکومت ته وسپاري. د دې وزارت ویاند عنایت خوارزمي ویلي، چې دې هیوادونو ته وړل شوې چورلکې د افغانستان پانګه ده او هیڅوک یې د ګرځولو حق نه لري. د نوموړي په خبره، چې په دې برخه کې د دوی جدي هڅې دوام لري ترڅو د افغانستان دغه وړل شوې پانګه بېرته هیواد ته راوګرځول شي. د ویلو وړ ده، چې د تیر جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته د ملي دفاع وزارت اړوند یو شمېر جورلکې تاجکستان هېواد ته یوړل شوې او وروسته امریکا اعلان وکړ چې دغه چورلکې اوسني سرپرست حکومت ته نه ورکوي. د تېر نظام له نسکورېدو سره سم، د افغانستان څه باندې ۴۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې.
































