د پوهنې وزارت چارواکي د نجونو د ښوونځیو په پرانیسته کې ځنډ د نجونو په ښوونیز نصاب کې د ستونزو له امله ګڼي. د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین وایي، چې د نجونو د ښوونځيو په پرانیستل کېدو کې د ځنډ لامل په دې تړاو ا.ا د تګلارې جوړېدل دي. دی وایي، دوی په پلان کې لري چې د نجونو په ښوونیز نصاب کې د اخلاقو علم، د عقیدې علم، د کورني ژوند علم او د اولادونو د روزنې علم زیات کړي. د ده په وینا یوه ورځ به د نجونو ښوونځي له بهرني فشار پرته د اسلامي شریعت په رڼا کې پرانیستل شي. نوموړی وايي چې د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل نه یوازې په پوهنې وزارت پورې اړوند دي بلکې د اسلامي امارت په سیاست پورې هم تړاو لري، د هغه په وینا چې د نجونو ښوونځي د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې پرانیستل شي.
































