د امريکا د دفاع وزارت چارواکو يو ځل بيا له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو د پرېکړې ننګه کړې او ويلي يې دي چې افغانستان کې پوځي حضور ته له دې کبله د پای ټکی کېښود چې د امريکا ستراتيژيک لومړيتوبونه بدل شوي دي. د امريکا د دفاع وزارت سياسي مرستيال کالن کال پرون شپه يوه خبري کنفرانس ته ويلي چې امريکا په افغانستان کې د پوځي حضور په نه لرلو سربېره هم دغه هېواد کې ټولو اهدافو ته لاسرسی لري او کولی شي چې ګواښونه له منځه يوسي. کال زياته کړه چې امريکايي پوځيان له افغانستانه د دوحې د هوکړې پر بنسټ و ايستل شول او دا د دې څرګندويي کوي چې اوس د امريکا ستراتيژيک لومړيتوبونه بدل شوي دي. د امريکا د دفاع وزارت ويلي، هېواد يې تر هغه چې افغانستان ستراتيژيک لومړيتوب باله نو په دغه هېواد کې يې په خورا لوړ لګښت پوځي حضور وساته.
































