پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر وروستي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي. ښاغلي کرزي له ایراني سفیر غوښتي چې په ایران کې د مېشتو افغانانو ستونزې حل کړي او د دوی له ځورولو او کړولو لاس واخلي. دده په خبره د افغان کډوالو ستونزې حل ته اړتیا لري او ایران دې په دې برخه کې هڅه وکړي. تر څنګ یې د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ هم خبرې شوې دي او دواړو لورو ددغه اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا پر اهمیت خبرې کړې دي.
































