امريکايي سناتورانو يوه داسې لايحه وړاندې کړې چې که ومنل شي نو افغان کډوالو ته به د ګرين کارتونو ورکړه اسانه شي. راپورونو کې راغلي چې وړاندې شوې لايحه د کانګريس په دواړو جرګو کې د دواړو مخکښو ګوندونو ملاتړ له ځان سره لري او ټول په دې باور دي چې امريکا ته د تخليې ماموريت پر مهال ورغلي افغانان بايد له بې برخليکۍ خلاص شي. روی بلانټ، ايمي کلوبچار، لينډسي ګراهام، کريس کونز، ليزا مور او ريچارډ بلومېنټل هغه سناتوران دي چې ياده لايحه يې وړاندې کړې ده. امريکا تېر کال د تخليې ماموريت پر مهال د ۱۲۴ زرو په شاوخوا کې افغانان امريکا ته بوتلل چې ډیری هغو ته يې لنډمهالې بشردوستانه ويزې ورکړې. اوس د سناتورانو له لوري په وړاندې شوې طرحه کې ځينې نورې داسې لارې چارې وړانديز شوې چې پر مټ يې امريکا ته تللي افغانان ګرين کارډونه ترلاسه کولی شي.
































