په کندوز کې هره ورځ سلګونه کسانو ته روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کېږی. د کندوز ولایت ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د سیارو ټیمونو په مرسته هره ورځ شاوخوا ۵ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي. د دوی په خبره دغه اووه سیار ټیمونه د یوې خیریه موسسې له لوري ګومارل شوي چې په کلو او بانډو کې خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي او ناروغان اړ نه دي چې د روغتیايي ستونزو د حل په موخه لرې واټن ووهي. ددغه خیریه بنسټ ولایتي مسوولینو هم ویلي چې دوی اووه روغتیايي ټیمونه په کار ګومارلي چې د کندوز بېلو سیمو کې راګرځي او تر ۵۶۰۰ کسانو ته په یوه ورځ کې روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کوي.
































